مولوي ریحان ولې شهید شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: مولوي ریحان چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی و په دیني زده کړو کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې.
مولوي ریحان لس کاله وړاندې له شمشاد ټلویزیون سره کار پيل کړ او د ټلویزیون له لارې به یې هر کور خلکو دیني مسایل اوریدل.
مولوي ریحان د نظام او افغان ځواکونو کلک ملاتړی و او د هېواد او خاورې ساتنې په دفاع کې یې افغان ځواکونه شهیدان بلل.
هغه دیني علماء ننګولي و چې که د نظام او افغان ځواکونو ملاتړ نه کوي، لمونځ ورپسې نه کیږی.
مولوي ریحان د افغانستان جګړه په ایاتونو او احادیثو نامشروع بللې وه او د افغان ځواکونو جګړه یې د هېواد ساتنې مقدس جهاد یادو.
ترهګرې ډلې یې خوارج یادول چې هیڅ د اسلام په چوکاټ کې نه دي او همدې ترهګرو ډلو بالاخره په شهادت ورسو.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments