مولوي ریحان شهید شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د جمعې د لمانځه د بیان پرمهال د ترهګرو له لوري د یو ځای په ځای شوي ماین چاودنه کې د هېواد جید عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان شهید شو.
چاودنه د کابل نهمې حوزې اړوند صنعتي پارکونو التقوا جومات کې شوې چې د مولوي ریحان په ګډون یو بل کس هم پکې شهید شوی او ۱۶ نور لمونځ کوونکي ټپيآن دي.
اتقوا جومات کې به مولوي ریحان خطبه ویله او خلکو ته به یې دیني مسایل وړاندې کول.
کورنیو چارو وزارت وایي، دا ماین له وړاندې په ممبر کې ځای په ځای شوی و چې د بیان پرمهال یې چاودنه کړې ده.
د پيښې ټپيان روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
تراوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی خو دا ډول بریدونه په تېرو کلونو کې طالبانو کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments