مولانا فضل الرحمن او ملګرو یې یو وار بیا د عمران خان د استعفا غوښتنه وکړه

comments 0

2 Views

هندوکش ــ پاکستان: په پاکستان کې د حکومت مخالف ګوندونو د سپریم کورټ له خوا د جسټس قاضي فايز عيسا پرضد د صدراتي ريفرنس تر غيرقانوني ګرځولو وروسته له ولسمشر او وزيراعظم څخه د مستفعي کيدو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان سپريم کورټ ۱۰ کسيزې ډلې د جون پر ۱۹مه د جسټس فایز عیسا پرضد په سپریم جوډیشل کونسل کې جمع شوی صدارتي ریفرنس کالعدم وګرځاوی.
د اپوزشن ګوندونو مسلم ليګ نون، پېپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ، جمعيت علما اسلام ف، جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند او نېشنل پارټۍ په يو ګډ بيان کې د سپريم کورټ فيصلې هرکلی کړی دی.
په بيان کې راغلي چې د جسټس قاضي فایز عيسا پرضد صدارتي ريفرنس غير اييني، غير قانوني او پر بدنیتۍ ولاړ وو نو ځکه دې ولسمشر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان استفعي ورکړي.
د دوي په خبره د يو قاضي پرضد بې بنياده ريفرنس جوړولو مقصد د عدليې بدنامې وه.
خو د سپريم کورټ تر فيصلې وروسته د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز او د احتساب لپاره د وزيراعظم سلاکار شهزاد اکبر په اسلام اباد کې خبري کنفرس ته وويل چې حکومت د سپريم کورټ له فيصلې مطمین دی او دا غوره پرېکړه ده.
دوي وويل چې په عدالتي فيصله کې پر حکومت هېڅ تورونه نه دي لګول شوي.
دوي زياته کړه چې سپريم کورټ فيصلې ته د ګټې او شکست رنګ ورکول نامناسبه خبره ده او دا يو عمل دی چې جمهوري ټولنه بشپړه وي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments