مولانا فضل الرحمان: د پاکستان حکومت تر نسکوریدو به لاریونونه کوو

comments 0

37 Views

هندوکش ــ پاکستان: په پاکستان کې د اپوزیسيون ګوندونه د لومړي وزیر عمران خان پر حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې تور پورې کوي چې هغوی د ‘پوځ’ پر ملاتړ او درغلۍ واک ترلاسه کړی دی. اوس یاد ګوندونه وايي، تر هغه چې لومړی وزیر خان يې کور ته لېږلی نه وي او د هغه حکومت يې رانسکور کړی نه وي، د دوی دغه لاریون به دوام ولري. مولانا فضل الرحمان دغه لاریون ته د ‘ازادۍ لاریون’ نوم ورکړی دی.
که څه هم خپله مولانا فضل الرحمان له دې لاریون سره د سیند له کراچۍ را روان شوی او د سیند او پنجاب ایالاتونو په بېلابېل ښارونو ته تر تګ وروسته وړمه ورځ لاهور ته را ورسېد، خو د اپوزیسیون نور سیاستوال به له مولانا فضل الرحمان سره په اسلام اباد کې ملګري کېږي.
په پاکستان کې د اپوزیسيون د نورور سیاسي ګوندونو په ګډون پښتنو ملتپالو ګوندونو هم د مولانافضل الرحمان د دغه لاریون نه یواځې ملاتړ اعلان کړی، بلکې پر خپلو پلویانو يې غږ کړی چې په دغه لاریون کې په ګڼ شمېر کې ګډون وکړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments