مولانا سمیع الحق څوک و؟ څنګه او چا ولې وواژه / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

مولانا د ۱۹۳۷کال د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.
مولانا سمیع الحق د مولانا عبدالحق زوی و چې په یو مذهبي شخصیت بلل کیده، مولانا عبدالحق د حقانیه مدرسې موسس و چې د دیوبند د مدرسې څخه یو اغیزمن دیني مرکز و.
د مولانا عبدالحق له مړینې وروسته مولانا سمیع الحق په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې مشر شو او تر ننه یې مشر پاتې شو، د طالبانو اکثره پخواني او اوسني مشران له حقانیه مدرسې فارغ دي.
مولانا سمیع الحق د پآکستان د دفاعي کمېسیون مشر، د متحده مجلس عمل او حرکت مجاهدین مهم کس و او د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر و.
مولانا دغه راز د وړو ګوندونو د ټولنې مشري هم کوله چې په ۲۰۱۳ کې یې د ټاکنو لپاره رامنځ ته کړې وه، او د پاکستان د ایوان بالا غړی هم و.
مولانا خپلې لومړنۍ زده کړې په اکوړه خټک خپل کلي کې کړې وې، مولانا په فقه، عربي ادبیات، منطق، صرفاو نحوه، تفسیر او احادیث کې زده کړې کړې وې او په عربي، پښتو او اردو ژبو باندې یې خبرې کولې شوې.
مولانا د افغان طالبانو معنوي پلار مهم یادیده او کله چې افغانستان کې د دویم ځل لپاره طالبانو د افغان حکومت پرضد جګړه پيل کړه، دی یې یو له ملاتړ کوونکو څخه و.
مولانا په پاکستان کې د تحریک طالبانو فعالیتونه ناروا یاد کړي و او په افغانستان کې یې جهاد روا باله او په دې تړاو یې د طالبانو لپاره لښکر کشي کوله.
مولانا پّ ۲۰۱۳م کال کې د پولیو د واکسینو د تطبیق فتوا صادره کړې وه، دا هغه وخت و چې پاکستاني طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې پولیو واکسینو ته اجازه نه ورکوله.
مولانا سمیع الحق له یو بل پاکستان ملا فضل الرحمن سره سیاسي رقابتونه درلودل او بیلابیلو لیدلوري یې درلودل خو په افغانستان کې د دواړو لپاره د نظر توافق و او دواړو افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کو.
مولانا سمیع الحق د جمعې په ورځ ماښام په خپل کور کې په داسې حال کې وژل شوی چې موټر چلوونکی او ساتونکی یې له کوره بیرون وتلي و، خو کله چې کور ته راغلي و، ګوري چې مولانا په چاقوګانو وهل شوی او وژل شوی دی.
د مولانا سمیع الحق وژنه په پآکستان کې له غندنې سره مخ ده، خو په افغانستان کې یې خلکو په خواله رسنیو کې هر کلی کړی دی.
عمران خان ویلي چې پاکستان یو جید عالم له لاسه ورکړ او په دې تړاو یې د هر اړخیزه څېړنو غوښتنه کړي.
افغانستان کې د مولانا په وژل کیدو ځکه خوښي ښودل شوې چې مولانا په ښکاره د افغانستان جګړې ته خلک جذبول او په دې تړاو یې څو ځل فتواوې ورکړي دي.
د مولانا سمیع الحق له وژل کیدو سره یو ځای ځینې په دې باور دي چې مولانا د ای ایس ای په منتر کې و او ممکن یا نور په کار نه راتللو او یا یې هڅه کوله له منتر ووځي.

Share this page to Telegram

Comments