مولانا سمیع الحق: زموږ په اتحاد کې ښکیلې ډلې افغانستان کې امریکایانو پر وړاندې جګړه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: مولانا سمیع الحق د دفاع پاکستان شورا مشر وایي چې پاکستان دې د حقاني ډلې پر خلاف کوم ګام پورته نکړي.
نوموړي دغه څرګندونې یوه خبري کنفرانس کې تیره ورځ کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د دوی په اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد پر جګړې بوختې دي.
ویل کیږي ددفاع پاکستان تر نوم لاندې دغه شورا کې تقریبا څلوېښت افراطي مذهبي ډلې شاملې دي چې یو شمېر یې د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان د حکومت له خوا تحریم شوې هم دي.
دغه شورا کې د پاکستان مشهورې او افراطي څیرې لکه فضل الرحمن خليل او د پخواني پوځي مشر ضیاء الحق زوی اعجازالحق هم ملګري دي.
فضل الرحمن په دې اړه بیا وایي چې، دا ممکنه نه ده چې پاکستان د حقاني ډلې پرضد کوم ګام پورته کړي.
نوموړي پر امریکا تور پورې کړ چې، امريکا په سيمه کې امن نه غواړي.
دپاکستان ددفاع شورا دغو غړو څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر پاکستان تور پوړې کړې وو چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او ترهګړو ته دننه پاکستان کې پتنځایونه برابروي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *