مولانا سمیع الحق ای ایس ای وژلی

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر او د اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم بنسټګر مولانا سمیع‌الحق په یوه وسله ‌وال برید کې ووژل شو.
د پاکستانۍ رسنیو د راپور له مخې سمیع‌الحق تیر ماښام د پاکستان په لاهور پنډۍ ښار کې وژل شوی دی.
د مولانا سمیع‌الحق زوی حامد الحق ویلي، پر پلار یې د هغه په استراحت ځای کې برید شوی دی.
حامد الحق منلې چې پلار یې په چاړه وژل شوی دی.
د طالبانو ډېری رهبرانو د مولانا سمیع‌الحق په دیني مدرسه کې زده‌کړې کړي او ویل کېږي چې د طالبانو په منځ کې یې ډېر شهرت او نفوذ درلود.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر رهبر د برید مسؤلیت نه ‌دی منلی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا ویلي، هېواد یې یو ستر دیني عالم له لاسه ورکړ او له برکتونو یې محروم شول.
افغانستان کې د مولانا په وژل کیدو ځکه خوښي ښودل شوې چې مولانا په ښکاره د افغانستان جګړې ته خلک جذبول او په دې تړاو یې څو ځل فتواوې ورکړي دي.
د مولانا سمیع الحق له وژل کیدو سره یو ځای ځینې په دې باور دي چې مولانا د ای ایس ای په منتر کې و او ممکن یا نور په کار نه راتللو او یا یې هڅه کوله له منتر ووځي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments