موسیقی غم که درمل؟

comments 0

1 Views

ديوې نوي څېړني نتيجه دا خبره جوته کړېده چې و موسيقي ته غوږ نيول لکه ارامه ونکی درمل د درد په تسل کې ډېره کارندويه ده.
ديوه تازه ګزارش سره سم د ګلاسکو کالدونين په پوهنتون کې کارپوهانو او اروا پوهانو پدې توانېدلي دي څو دا وقعيت و مومي چې د علاقې وړ موزيک ته غوږ نيول د چا د غم او غصې اندازه را ټيټه وې او د مزاج خرابۍ او درد څخه د انسان د زغم توان لوړه بيايې.
د درد د زغمولو پر کومو کسانو چې ازمايښتونه تر سره سويدي داخبره يې ښوولې ده چې موسيقي د انسانانو د کنټرول احساس لوړه وې او د درد په مقابل کې ډېر کارندويه ده.
څېړونکو په دې څېړنه کې د موسيقي دډېرو ډولونو نه ياني د راګه را نيولې بيا تر کلاسيکه او کليوالي او عاميانه بدلو نه کار اخيستی دی.
ډاکتر “ريموند مك دونالد” د ارواپوهني استاد په دې هکله ويلې دي چې دا څېړنه پر هغو ناروغانو تر سره سوې ده چې د جزئي جراحۍ نه باد يې په شفاخانه کې د نقاحت دوره تېروله او دا يې په ډاګه کړه چې د خپلي خوښي و موسيقۍ ته غوږ نيول د غم او خفګان اندازه ډېره را ټيټه وي.
هغه وائې چې ” موږ يو څو نور څېړنيزه آزمايښتونه هم وکړه او د خلګو نه مو وغوښتل چې تر هغه چې کولاي سي خپل ﻻسونه دي په يخو اوبو کې وساتي. ماته دا مالومه سوه چې هغوی د موسيقي داورېدو په موقع کې ډېره زياته موده خپل لاسونه په يخو اوبو کې ساتلاي سي.
هغه پر دې خبري ټينګار وکړ چې موسيقي درد کموي او په درد کې د ناروغانو د کنټرول احساس هم زياتوي.
” د سړو اوبو د آزمايښت په اوږدو کې، ګډون کوونکو ته واک ورکړل سو چې په خپله خوښه دي و موسيقی ته غوږ و نيسي يا دي ذ هني حسابونه وکړي او يا دي يوه وتلې تلوېزيوني خپرونه وګوري . خو دوي يوازي يو شی ټاکلاې سي” .
مک دونالد زياته کړه: په ټو لو مواردو کې هغه چا چې موسيقي ته غوږ نيولی وو د سړو اوبو تر ټولو ډېرزغم يې لاره او په ځينو حالاتو کې يې ان تر نورو پنځه ځله زيات وخت په سړو اوبو کې لاس ساتلی وو.
څېړونکې په دې باور دي چې دا په دې خاطر ده چې موسيقي دنورو تحريکاتو نه پرته او د حواس پرتۍ د ايجاد نه علاوه څوک د احساس له نظره ډېر زيات مصروفه ساتي.
دغه لاسته راوړني د پنجشنبې په ورځ په منچسټر کې د انګلستان دارواپوهانو د انجمن لخوا وړاندي سوې.

Share this page to Telegram

Comments