مودي: د افغان سولې ملاتړ پکار دی

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ټینګار کړی چې شانګهای سازمان دې د افغان سولې ملاتړ وکړي.
د هند لومړي وزير نريندر مودي چې د شنګهای سازمان غونډې ته وينا کوله افغانستان یې د ترهګرۍ لوی قربانې هيواد ياد کړ او خواشینې یې ښودلې چې افغانستان هره غونډه کې د ترهګرۍ سرټکی وي.
مودي تروريزم د سيمي لپاره لوی ګواښ ياد کړی او د شنګهای سازمان پر غړو هیوادونو يې غږ کړی چې پر خلاف يې يوموټی شي.
مودي د افغان ولسمشر د سولې په اړه وروستي اقدامات ستايلي او پر سيمه يزو هيوادونو يې غږ کړی چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پلان احترام او ملاتړ وکړي.
مودي شنګهای سازمان ته د تلو مخکې رسينو سره په خبرو کې ويلي وه چې دی به په دغه سازمان کې د پاکستان په اړه شکايت وکړی څو له ترهګريزو فعاليتونو لاس واخلي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments