منګولیا افغانستان ته سرتیري رالیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د منګولیا دغه څه باندې سل سرتیري به راتلونکې اونۍ د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته راشي.
ددغو تازه دمو سرتیرو دنده د افغان ځواکونو روزنه او مشوره ښودل شوې ده.
له دوه زره دریم کال راهېسې منګولیا هېواد پنځه زره سرتیرو په دوو بیلا بیلو پړاونو کې افغانستان کې ماموریت تر سره کړی.
تر دوه زره څوارلسم کال پورې د ناټو په چوکآت کې ځینو هېوادونو سرتېري وویستل او ځینو نور کم کړل.
خو له دې وروسته بیا ځینو هېوادونو سرتېري د اړتیا له مخې زیات کړل او ځینو بیرته ماموریت پيل کړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments