منظور پښتین: د پاکستاني پوځ ماینونو لسګونه پښتانه وژلي دي

comments 0

176 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستاني پوځ ماینونو ۱۵۰ کسان وژلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي د پاکستان پوځ په وزیرستان او نورو پښتون میشتو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ګڼ ماینونه خښ کړي دي چې تر دې دمه یې بېرته نه دي ایستلي.
دده په خبره ددغه ماینونو د انفجار له امله تر دې دمه ۱۵۰ کسان وژل شوي دي. نوموړي پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د ماین پاکوونکو ډلو غړي دې سیمې ته ولېږي او خپل ماینونه دې پاک کړي.
دده په خبره پاکستاني پوځ یو ځل په عملیاتو کې پښتانه ووژل او اوس د دوی تر تګ وروسته یې پرې اېښي ماینونه د خلکو ژوند اخلي. پاکستاني حکومت په ځلونو ددغه ماینونو د پاکولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه یې عملي کړې نه ده.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments