منظور پښتین او پي ټي اېم په نړیوالو رسنیو کې

comments 0

113 Views

هندوکش ــ پاکستان: تر دې یوه ورځ مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتین ګرفتارۍ ضد په هغه هېواد، افغانستان او د نړۍ په یو شمېر لویو، وړو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې.
د پېښور پولیسو پښتین د جنورۍ پر ۲۷مه نیمه شپه ونیو او ویې ویل چې دا کار یې د ډېر اسماعیل د پولیسو په غوښتنه کړی.
د نوموړي وکیل شهاب الدین خټک وویل چې پښتین په ډېره اسماعیل خان کې قاضي ته وړاندې شوی او اوس د عدالتي پلټنو په موخه د ښار په مرکزي زندان کې دی.
د پاکستان دننه یو شمېر فعالانو، د اپوزیشن ګوندونو او د حقونو سازمانونونو له حکومته غوښتي چې پښتین خوشې کړي.
نړیوالو ټولنو لکه د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار ډلې او ګڼو فعالانو هم غوښتنه کړې چې اسلام اباد دې د بیان او جلسو د ازادۍ حق خوندي کړي او نوموړی دې سمدستي خوشې کړي.
د جنورۍ پر ۲۹مه په پاکستان کې مظاهرې ونشوې، خو د پښتین ګرفتارۍ په اړه په دودیزو او ټولنیزو رسنیو کې بحث روان وو.
په ډېپلوماټ مجله کې خبریالې او شنونکې فرح ناز اصفهانۍ د پاکستان له حکومتي دریځ سره مخالفت ښوولی او د پښتین ګرفتاري یې په هېواد کې د مخالفو اوازونو د غلي کولو هڅه بللې.
نوموړې وايي، داسې هېڅ اثار نشته چې ګواکې پر عدم تشدد باور لرونکی پښتون ژغورنې غورځنګ به د مشرانو او ملاتړو له ګرفتارۍ سره خپلې هلې ځلې ودروي.
د منځني ختیځ او شمالي افریقا یوې خپرونې مېنا اېف اېن د جنورۍ پر ۲۹مه په افغانستان کې د مظاهرو او ګرفتاریو په اړه لیکنه کړې او وايي، سلګونه کسان په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته ورغونډ شوي ول او د پښتین د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.
الجزیره ټېلېوېژن هم پر خپله ووبپاڼه د پښتون ژغورنې غورځنګ ارزښت په اړه لیکنه خپره کړې او وايي، پاکستان د خپل تاریخ تر شاوخوا نیمايي مودې د پوځ تر واکمنۍ لاندې پاتې شوی نو ځکه په هغه هېواد کې د پوځ پر ضد مستقیمې خبرې نه کېږي خو د پي ټي اېم مشر په بیا بیا پر پوځ انتقاد کړی دی.
له دې علاوه نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جنورۍ پر ۲۷مه د پښتین د ګرفتارۍ په اړه لیکنه خپره کړې وه.
د جنورۍ پر ۲۹مه هم پر ټولنیزو رسنیو د پي ټي اېم د احتجاجونو پر مهال د ګرفتاریو خبرې تودې وې.
پر ټوېټر ګڼو پاکستانیو او نړیوالو فعالانو، سیاستوالانو، لیکوالانو او پوهانو د غورځنګ د مشرانو او پلویانو ګرفتارۍ غندلې وې.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments