منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر په موټر پاکستاني پوځ برید وکړ

comments 0

1 Views

څو شېبې وړاندې په قلعه سیف الله سیمه کې د شهید ارمان لوڼي د جنازې وروسته منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ او د غورځنګ ډلې نور غړي خپلو سیمو ته پر لاره روان و دوئ چې له جنازې راستون شوي و د علی وزیر پر موټر یو ناڅاپه پولیسو د لارې په اوږدو کې ډزې وکړې چې په ډزو کې د غورځنګ یو غړي ته هم زیان نه دی رسېدلی.
دا پېښه په څو شېبو کې زمونږ په شمول په ټوله نړۍ کې پښتنو په ژوندۍ بڼه د فسبوک له لارې ولیده په موټر کې درې مبارز ځوانان منظور پښتین ، علي وزیر او محسن داوړ د نورو غړو په شمول ناست و چې د ډزو وروسته مخکښ غړي علي وزیر د پولیسو سره اخو ډب وکړ او له موټره ورښکته شو وزیر ډېر احساساتي شوی خو بېرته د منظور پښتین او ملګرو له لورې ارامه شو .
په موټر کې ناست مبارز ملګري یو بل ته وایې چې په شهید ارمان لوڼي پنجابي ریاست زړه یخ نکړ او زمونږ د وژلو نیت یې درلود په موټر کې یو بل ځوان وایې چې ډزې پښتنو پولیسو وکړې خو کومه بده پېښه نه وه ټول روغ دي خو یوازې د علي وزیر د موټر ښیښه او د دروازې دستګیر مات شو اوس نو په خپل مسیر یاده قافله روانه ده.
ارمان لوڼی تېره شپه ناوخته د پنجابي حکومت له لورې په بې رحمه توګه په شهادت ورسول شو چې نن یې ماسخوتن مهال جنازه په قلعه سیف الله پلرنۍ هدیره کې ادا شوه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي جنازې ته د راتګ پر مهال د پوځیانو له لورې ډېر وځورول شول خو د منظور قافله تر جنازې راورسېدله.
د یادونې وړده د ارمان لوڼي په شهادت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتنو ګڼ غبرګونونه ښودلي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یې ملاتړ اعلان کړی دی دې ترڅنک د افغانستان په دریو ولایتونو ننګرهار، کونړ او کابل کې د ارمان غایبانه جنازې هم ادا شوې.
سرچینه : خبریال

Share this page to Telegram

Comments