منظور پښتون: طالبان د پآکستان ګټې خوندي کوي

comments 0

3610 Views

هندوکش – پښتونخواه: د پښتون خوځښت مشر منظور احمد پشتون وایي، طالبان د پاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره جوړ شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستاني جنرالانو ډیر ځله خپله ویلي، چې طالبان دوی جوړ کړي او د پښتنو سیمې یې په لوی لاس سخت دریځو ډلو ته ور پريښودلي دي.
د ارمان لوڼي د څلویښتمې مراسمو غونډې ته د منظور بله خبره دا وه چې د پاکستان حکومت غواړي پښتانه له خپل تاریخ او جغرافیې ناخبره وساتی.
پښتین وویل، د پاکستان په تدریسي نصاب کې د پښتنو اتلانو نومونه لکه احمد شاه بابا، ایپي فقیر، خان شهید، باچاه خان او نورو نوموتو مشرانو نومونه پټ ساتل شوي او پښتانه یې د هغوی له تاریخ ناخبره ساتلي.
هغه همداراز ادعا وکړه چې د وزیرستان او ډيره اسماعیل خان په پوځي مرکزونو کې د پښتنو ښځو عزتونه لوټ شوي خو زیاته یې کړه په دې اړه به نور جزیات وروسته ورکړي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments