منظور پښتون د پښتنو حق حتما غواړي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: منظور پښتون وایي، د پښتنو حق به غواړي ولو که د سره په بیه هم ورته تمامېږي.
وروسته له هغې چې د صوابۍ پولیسو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتون او د هغه د ملګرو علي وزیر، ډاکټر سید عالم مسید، محسن داوړ، فضل ایډوکېټ، خان زمان کاکړ، صمد خان او نورالسلام د نیولو امر ورکړ، منظور پشتون ویلي، د پښتنو د حق ترلاسه کولو په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.
د صوابۍ پولیسو د اګست په ۱۳مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد عریضه کړې وه چې د اګست په ۱۲مه یې د شاه منصور ټاون په کرکټ لوبغالي کې له اجازې پرته جلسه کړې وه او د پوځ او عدلیې وزارت په ضد پکې خبرې شوې وې.
پښتون ویلي، د پښتنو د حیثیت ترلاسه کولو په لاره کې یې که سرونه هم لاړ شي نو دا ډېره وړه او ارزانه سودا ده.
د پښتون په خبره، دا خلک نور د غلامۍ ژوند نشي زغملای او بدلون به هرو مرو راځي.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments