منظور پښتون د پاکستان له ظلمونو جنیوا ته د شکایت خبر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – پښتونخوا: منظور پښتین (پښتون) وایي چې، که دوی ډېر مجبور شي نو نړۍ ته به د پاکستان له ظلمونو پرده پورته او جنیوا کې به یې پر ضد شکایت وکړي.
پشتين پرون په وزيرستان کې د رامنځته شوې پېښې پرضد په پېښور کې احتجاجي ناستې ته په وېنا کې ويلي، پښتانه امن خوښوونکي خلک دي.
هغه زیاته کړې که علي وزير او محسن داوړ ټوپک راخيستلی نو بيا پارلمان ته ولې تلل. نوموړي وويل د وزيرستان د پېښې وروسته پوځ هلته هر ډول رابطې بندې کړې، د دې لپاره چې خپله پروپاګنډا وکړي.
پښتین زیاته کړې، د پاکستان رسنۍ د پوځ د دروغو پټول خپله دنده بولي. پشتين وویل د پښتنو اتحاد به قايميږي، هغه ځوانانو ته وویل چې هر ډول غږ ته ځانونه چمتو کړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments