منظور پشتین: د پنجاب ګورنر ټویټ پر پښتانو ملنډې دي؛ خو د ګورنر دفتر له خپل ټویټه پښېمان شوی دی

comments 0

2 Views

هندوکش ــ پاکستان: د عارف وزير په وژنه د ملنډو او دروغو پروپیګنډې په اړه ښاغلي پښتين د پنجاب د ګورنر د رسمي ټویټر پاڼې ذکر وکړ او ويې ويل چې د عارف وزير وژنه په افغان اسخباراتي ادارو ور اچول نه يواځې د عارف وزير بلکې د پښتنو بې عزتي ده او پنجاب پرې جشن لمانځي.
البته د پنجاب د ګورنر افيشل پاڼې دغه ټويټ بد بللی او ژمنه يې کړې چې په دې اړه پلټنې وکړي چې څوک دغه پاڼه د ګورنر د بدنامۍ د پاره خو نه کاروي؟
پښتون تحفظ موومېنټ مشر منظور پښتين ويلي د عارف وزير د قتل مقدمه به د پوځ او د رياست د مشرانو خلاف درج کوي او د دې د پاره به په ملک دننه او په بهر نړۍ کې تحريک چلوي.
پښتين په خپله فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه په وينا کې وويل، د عارف وزير د وژنې ايف ای آر به د ادارو د مشرانو خلاف کوي ځکه چې د هغه په وينا دا هر څه د پوځ او د رياست د سربراهانو په امر کيږي.
په دې اړه د پوځ د اړخه لا څه نه دي ويل شوي البته د اطلاعاتو د مرکزي وزير شېبلي فراز نه چې کله يوه ځايي خبريال وپوښتل چې د عارف وزير په وژنه يې حکومت ولې چپه خوله دی نو ښاغلي فراز وويل:
“زه په دې حقله هېڅ معلومات نه لرم، چې تفصیل تر لاسه کړم نو په دې اړه به بل وخت معلومات درکړم”.
د پي ټي ايم د مخکښ عارف وزير د وژنې خلاف د احتجاجي لړۍ پيل کولو په موقع منظور پښتين په پښتنو افسرانو، عالمانو او نورو مخورو غږ کړی، بايد د پښتنو په خاوره روان ناورين دې په پام کې ونيسي چې دوی د پښتنو خلاف استعمال نه شي.
منظور پښتين وويل چې ‌‌‌‌‌‌ډېر پښتانه افسران که په امنیتي ځواکونو کې دي که په نورو نوکریو کې دي که پښتانه عالمان دي او چې څوک هم خپل اثر لري سوچ دې وکړي چې يواځې د نوکرۍ په خاطر مو څوک د پښتنو خلاف استعمال نه کړي.
منظور پښتين وويل، له پښتنو سره د روان ظلم باوجود د پښتون ژغورنې غورځنګ د امن او انصاف غږ کوي او د لر او بر دواړو خواوو په پښتنو يې غږ وکړ چې په خپله خاوره د امن او سولې د پاره پورته شي او يو بل ته د اتفاق لاس ورکړي.
ښاغلي پښتين وويل د خپل پرامن تحريک نه په هيڅ قيمت نه په شا کيږي او د اييني حقونو جنګ به هم دغسې روان ساتي سره د دې چې وایي د ملک واکداران ورسره د پښتنو اييني حقونه هم نه مني.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments