منظورپښتين: د پښتنو محکومیت نور نه شو زغملې، خپل حق غواړو!

comments 0

1 Views

هندوکش – پښتونستان: تیرې ورځې د یوې غونډې پر مهال د پښتون ژغوړنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، چې نور د پښتون محکوميت نه شي زغملى او په واک او امکاناتو کې خپله برخه غواړي.
نوموړي د وینا پر مهال زیاته کړه چې پکار ده چې د آرمي پبلک سکول د ماشومانو د وژنې څېړنه ډیر ژر پیل شي او تورن کسان دې ولس ته ور وپیژندل شي.
هغه زياته کړه چې د پاکستان پوځ، د پاکستان استخبارات او طالبان ټول يو خلک دي، دا بيل بيل مه يادوئ، بلکې ټول په يو نوم يادوئ.
هغه وويل چې تر هغې به مبارزه کوي، چې د پښتنو سره د شوي ظلم حساب له پاکستاني پوځ څخه وانخلي.
پښتين وايي، چې د پاکستان استخبارات آى ايس آى په رسنيو ځکه محدوديتونه لګوي، چې د پښتون وژنې ته ادامه ورکړي.
د هغه په وینا، د پاکستان رسنۍ هم خرڅې شوې دي او د پوځ له اجازې پرته هېڅ هم نه شي خپرولاى.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان رسنيو د تېر په څېر دا ځل هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته انعکاس ورنکړ، خو دا ځل د يو شمېر نړيوالو رسنيو خبريالان دې غونډې ته ورغلي و.
د یادونې وړه ده چې تردې و ړاندې د پاکستان پوځ او پنجاب انتظاميې هم هڅې کړې وې چې په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې مخنيوى وکړي، خو په دې کې بريالي نه شول او په زرګونو زرګونو پښتنو د لاهور په غونډه کې برخه واخيسته او نه يواځې پښتنو، بلکې د ظلم ښکار شوو پنجابيانو هم د پاکستان د پوځ پر ضد شعارونه ورکړل او وې ويل، چې د ترهګرۍ شاته د پاکستان د پوځ لاس دى.
ډادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments