ممله باغ له امنیت سره یو ځای د مشاعرې کوربه دی

comments 0

2 Views

هندوکش – ننګرهار: کلونو را وروسته د ننګرهار د مملې په بڼ کې د نرګس ګل مشاعره ترسره شوه.
په دغه مشاعره کې د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني علماوو، ځوانانو او د مدني ټولنو استازو ګډون درلود.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر وویل ولسمشر هم د مملې بڼ د رغولو یادونه کړې وه خو لا هم دې بڼ ته خاصه پاملرنه نه ده شوې، اجمل عمر حکومت ته د امنیت ډاډ ورکړ او د یاد بڼ د رغاونې غوښتنه یې وکړه.
پر دې سربېره په یاده مشاعره کې یو شمېر نورو ویناوالو هم د مملې بڼ په لرغونتوب خبرې وکړې او د نرګس ګل ته لیکلي شعرونه یې د مشاعرې ګډونوالو ته واورول.
د خوږیاڼو ولسوال شمس الحق ساپي وویل ولایتي اداره د تاریخي ځایونو د جوړېدو ته ژمنه ده او په دې اړه یې مکتوبونه لېږلي دي، نوموړي هیله وښوده چې د ولایتي اداره دې ډېر ژر د ویجاړو شویو برخو د رغونې چارې پیل کړي.
د مملې بڼ شاوخوا څلورسوه کاله تاریخي مخینه لري، داسې هم ویل کیږي چې نیمله د شاه جهان پاچا لور نومېده که څه هم دا بڼ د نیملې په نوم دی خو اوس پر مملې مشهور دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments