ملی امنیت په ننګرهار ولایت کې د داعش وسلوالې ډلې ځانمرګو بریدونو لېږدونکي نېولي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ پارچه حسام کلي ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د داعش وسلوالو ډلې د ځانمرګو بریدونو لېږدونکي محمد زمان چې په زبان مشهور دی له یو بل ملګري خیرالله سره یوځای نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوي وسلوال د داعش وسلوالو د لېږد سربېره د ننګرهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د افغان دولت پرضد کړنې ترسره کولې.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments