ملګري ملتونه: په تېرو دوولسو کلونو کې وسله والو طالبانو له ۲۰۰ زیات خبریالان وژلي

comments 0

61 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولی/ یوناما په یو تازه راپور کې ویلي چې په تېرو دوو لسو کلونو کې د وسله والو طالبانو لخوا له زرو زیات خبریالان وژل شوي دي.
یوناما وایې چې دغه خبریالان اکثره وخت د کار په ځایونو کې د وسله والو طالبانو لخوا په نښه شوي دي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا ‘نی’ هم د خبریالانو په مرګ ژوبلې سخته خواشیني څرګنده کړې ده او له وسله والو طالبانو یې غوښتي چې د خبریالانو ژوند ته دې پام وکړي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا ‘نی’ مشر مجیب خلوتګر وویل چې په روان ۲۰۱۹ کال کې افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي چې په وژنه،نیونه، ټپي کېدل، تښتونه په کې شامل دي.
د ښاغلي خلوتګر په وینا د دوی معلومات ښکاره کوي چې د دې ټولو پېښو عاملین وسله وال طالبان دي، ده له افغان حکومت وغوښتل چې د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره دې چټک ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرش د خبریالانو پر وړاندې د جرم د معافیت د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي که خبریالان په امنه فضا کې کارونه مخته نشي وړلی، موږ له ګونګې او بې خبره نړۍ سره مخ کېږو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments