ملګري ملتونه پر وخت ټاکنو ټینګار لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملګري ملتونه د ولسمشریزو ټاکنو پر وخت ترسره کیدو ټینګار کوي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یماماتو وايي ملګري ملتونو به له ټاکنو سره په تخینکي برخه کې همکاري وکړي ترڅو پر وخت ترسره شي.
اخوا د ټاکنو کمیسیون د یماماتو د خبرو پر وړاندې وویل چې چمتو دي د ولایتي شورا ټاکنې هم له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره کړي.
ملګرو ملتونو بیا د ولایتي شورا او غزني ولایت د ټاکنو ځنډیدو په تړاو اندیښنه ښودلې ده.
د ټاکنو کمیسیون مشره حوا عالم نورستانۍ ډاډ ورکوي چې پر وخت او رڼې ټاکنې به ترسره شي.
بل لور ته د ولسمشرۍ یو شمیر نوماندانو هم نیوکه کړې چې ټاکنو کمیسیون ددې توان نه لري چې درې ټاکنې په یوه وخت ترسره کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments