ملګري ملتونه: هلمند کې د طالبانو د جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو وضعیت غمیزه ده

comments 0

28 Views

هندوکش ــ هلمند: د هلمند د جګړې له امله تر پنځو زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې او له کابل یا نورو ولایتونو دغو بې ځایه شویو ته د لارو بندېدو له امله د مرستو رسول هم سخت شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشره پاروتي راماسوامي د دې بې ځایه شویو کورنیو وضعیت یوه غمیزه بولي او د دې کورنیو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.
نوموړې وویل، د جګړې په دوام سره به لا ډېرې کورنۍ بې ځایه شي او “ملګري ملتونه د بې ځایه شویو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه لري. ”
د هغې په خبره، که د بې ځایه شویو شمېر ډېریږي نو دا یوه بشري اندېښنه ده او د زیاتې مرستې اړتیا هم لیدل کیږي.
له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم د هلمند د جګړې په هکله خبر داری ورکړی وو او له طالبانو یې غوښتي چې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره باید د ولسي وګړو له ازارولو لاس واخلي او اجازه ورکړي چې د جګړې له سیمو په خوندي توګه ځانونه وباسي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسون د ولسي وګړو د خوندیتوب په اړه د یوناما د سې شنبې ورځې ټویټ بیا خپور کړی او طالبانو ته یې په خطاب کې لیکلي چې د دې ډلې له خوا د “بې ځایه جګړې له امله ولسي وګړي له خطر سره مخامخ کول د توجیه وړ نه دي، افغانستان سمدستي سولې ته اړتیا لري”.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ناټو مشر هم د پنجشنبې په ورځ بیا له طالبانو وغوښټل چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه- چې د منلو وړ نه ده- کمه کړي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments