ملګري ملتونه سولې ته خوشبین دي

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: کابل کې د ملګرو ملتونو استازي هم باور ښودلی چې د سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی.

خو امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ټینګار لري چې ملګري ملتونه دې پر طالبانو لګیدلو بندیزونو کې جوړجاړی نه کوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه به کمرنګه کړي.

محب ویلي، طالبانو سره سوله د ترهګرۍ د پای په مانا نه ده.

حمد الله محب ویلي، افغان حکومت او خلکو د سولې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او اوس طالبانو پورې تړلې ده چې په دې برخه کې خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.

محب ویلي، افغان ځواکونه د نړیوالو په نماینده ګۍ له ترهګرۍ سره په جګړه دي او له طالبانو سره سوله نه شي کولای ترهګري ختمه کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments