ملګري ملتونه د افغانستان په وضعیت غونډه لري

comments 0

3963 Views

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې اونۍ د افغانستان په تړاو غونډه کوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرس د افغانستان په تړاو خپل راپور وړاندې کړي او په تړاو به یې بحث وشي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې چې امنیت شورا ته به وړاندې شي، راغلي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې ټینګښت لپاره هڅې زیاتې شوي او افغان حکومت هم هڅه کوي چې د بین الافغاني خبرو پیل لپاره چمتووالی ونیسي.
ګوتېرس ویلي، ملګري ملتونه به د افغانانو په مالکیت او د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ او په دې تړاو هڅې وکړي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments