ملګرو ملتونو کې یوه هوکړه لاسلیک شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان د ملګرو ملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې قانون لاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني چې د افغانستان په استازیتوب یې دغه قانون لاسلیک کړی موخه یې په نړۍ کې با ثباته او له ترهګرۍ پرته نړۍ ګنل کېږي.
هغه په خپل ټویټر پاڼه کې ویلي چې، دغه قانون به مرسته وکړي چې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې ټولنه وتوانېږي خپلې چارې په سمه توګه پلې کړي.
افغان استازي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون په موخه تللي و او هلته یې د افغان جګړې په تړاو هر اړخیز مالومات ترلاسه کړي دي.
افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې له ځینو هېوادونو ژمنې ترلاسه کړي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به همکاري کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments