ملګرو ملتونو د دوامداره مرستو ژمنه کړې

comments 0

11 Views

هندوکش – کابل: ملګري ملتونه او د المان هېواد له افغانستان سره دوامداره همکاري او ملاتړ کوي.
تېره ورځ اجرایه رییس عبدالله عبدالله په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال میروسلاو جینکا او په کابل کې د المان له سفیر والتر هاسمن سره کتلي دي.
په دغه دوه جلا جلا کتنو کې جینکا او هاسمن په افغانستان کې د شته ستونزو، حل لارو، راتلونکو ټاکنو او سولې په اړه خبرې کړي دي.
ملګرو ملتونو او د المان هېواد له راتلونکو رڼو ټاکنو او د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments