ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره د مرستو غوښتنه کړې

comments 0

61 Views

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر په افغانستان کې له نړیوالو ټولنو د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فلیپو ګراندي ویلي، افغانستان نه یوازې له امنیتي ستونزو سره مخ دی، بلکې پر وړاندې یې ټاکنې هم شته چې یوازې د مرستو په زیاتېدو سره کېدای شي په مثبت لور لاړ شي.
ګراندي په جینیوا کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، اروپا نه باید افغان کډوال د دې لپاره وشړي چې په هېواد کې یې د تاوتریخوالي پېښې ترسره کوي.
ګراندي همداراز د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو بللې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې مالوماتو له مخې له څلورو میلیونو زیات خلک مرستو ته اړتیا لري چې په کې نږدې دوه میلیونه یې د جګړو له کبله بې ځایه شوي او شپیته زره نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments