ملګرو ملتونو: تیر کال په پرتله د بی ځایه شویو خلکو شمیر لوړ شوې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د ملګرې ملتونو په غونډه کې د کډوالو عالي کمیشنرې مسول ویلی چې، د تیر کال په پرتله د بې ځایه شویو شمیر دوه ملیونه زیات شوی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي وایي د کډوالو شمېر ډېر شوی دی، خو د ځينو هېوادونو د ولسمشرانو هغه څرګندونې ناسمې دي، چې وایي کډوال به امنیت خراب کړي.
دده په خبره کډوال له خراب امنیتي وضعیت امنو هېوادونو ته ځي نو دوی د امنیت ګډوډولو مسوول نه دي.
په راپور کې ویل شوي جګړو او شخړو تیر کال شاوخوا ۲۶ ملیونه خلک اړ کړل چې خپل کور کلي پریږدي او نورو هیوادونو ته کډه شي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دې کسانو کې نیمایي یې ماشومان دي. په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې تېر کال تر ۴۱ میلیونه ډېر خلک په خپل هېواد کې د ننه بې ځایه شوي دي.
په نړۍ کې د پناه غوښتونکو دریمه برخه یې د سوریې، افغانستان، جنوبي سوډان، برما او سومالیې اوسیدونکي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments