ملګرو ملتونو افغانستان کې پر دوامدار ملاتړ تینګار کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې سولې پر وړاندې د افغانستان هڅې د ستایلو وړ دي او یاد سازمان به افغانستان سره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.
ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنې پر مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي: ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړي دي او په دې.
نوموړي زیاته کړه: سولې برخه کې ملګري ملتونه خپلې مرستې و نه سپموي.
په لیدنه کې ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو له مرستو مننې ترڅنګ ویلي دي چې افغان حکومت د اصلاحاتو په اړه د ملګرو ملتونو ارزونه بشپړه شو ده او افغان حکومت ددغو اصلاحاتو هرکلی کوي.
انتونیو کوټریس د ملګرو ملتونو عمومی منشی یاده کړه، د اصلاحاتو راوستلو سره به د یاد سازمان د غړو هیوادونو او بتسټونو ترمنځ همغږي رامنځته شې چی له امله یې کاری موثریت رامنځته کیږي.

یاده دې وي چې تردې وړاندې ملګرو ملتونو له افغان حکومت غوښتي وو چې فساد پر وړاندې باید جدي مبارزه وکړي چې اوس مهال افغانستان ورسره لاس او ګریوان دې.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *