ملکي تلفات او طالباني سیاست/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبانو د سولې له خبرو سره یو ځای بریدونه نه دي درولي، یا په بل عبارت، د طالبانو یوه ډله بریدونه کوي او بله ډله پرې منکر کیږي چې دا بریدونه موږ نه دي کړي.
د کابل د چهارشنبې ورځې برید چې بهرنیانو باندې د پنځلسمې حوزې اړوند کورنیو چارو وزارت سره نږدې وشو، قربانیان یې ملکی وګړي او زیات ماشومان دي.
بهرنیان زرهي موټر کې و، چې زیان ورته نه دی رسیدلی او څلور کسان سطحې ټپيان شوي دي، خو ددې برید قربانیان د مدرسې او مکتب زده کوونکي دي چې معصوم ماشومان و.
تمه کیدله چې طالبان به لکه د تېر په څېر د دې برید مسوولیت ومني، ځکه هر ځای چې هر چا پر بهرنیانو برید کړی طالبانو یې په دیر افتخار سره مسوولیت منلی دی.
لکه ما ټولنیزو رسنیو کې د یو کس تحلیل ولید په دې تړاو، ډير عجیب یې لیکلی و، طالبانو اتلس کلونه جګړه کې د پردیو مړو مسوولیت هم منلی، خو د کابل د چهارشنبې ورځې برید مسوولیت یې په ښکاره و نه منه.
تاسو ولیدل چې یوه میاشت وړاندې کندهار کې یو سرتېری چې د لغمان اوسیدونکی و، پر یو بهرني باندې برید وکړ، څو یې ووژل او څو نور یې ټپيآن کړل، طالبانو یې مسوولیت ومنه او دا یې نفوذي کس یاد کړی، خو د دې سرتېري ملګرو وویل چې بهرنیانو دې ته سپکاوی کړی و، زشتې خبرې یې ورته کړې وې، نو ځکه یې پرې برید وکړ، نو ویلی شو چې طالبانو د پردیو مړو مسوولیت منه، خو د دې برید مسوولیت یې و نه منه.
له دې برید څو شیان په نظر راځي
لومړی دا چې طالبانو ترمنځ شدید درز شته، د قطر او جګړې طالبان جلا تګلارې او فکر لري ، یو بل امرونو ته غاړه نه ږدي.
د قطر طالبان دې ورځو کې هڅه کوي چې تاوتریخوالی کم شي، چې دوی له امریکا سره په کړې ژمنه پاتې راشي.
اوس خو طالبانو د انس حقاني د خوشې کیدو بدل کې افغان حکومت سره هم ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به کموي، خو داسې ښکاري چې د جګړې طالبان د قطر د طالبانو دا ژمنې او تګلارې نه مني.
دویم دا چې د جګړې طالبان هيڅکله نه غواړی چې جګړه ودروي او د قطر طالبان چې سوله کوي، د جګړې طالبان یې ورسره نه مني، ځکه د طالبانو هره لویه ډله جلا تمویل کوونکی لري او جلا جلا اهداف لري.
دریم دا چې طالبان د سولې د خبرو تر څنګ تاوتریخوالی نه کموي، خو مسوولیت یې هم نه مني، له یوې خوا به امریکا او نړیوالو ته ملامت نه وي، ځکه د برید مسوولیت یې نه دی منلی او په نورو ترهګرو ډلو یې اړولی، له بلې خوا هڅه کوي چې د سولې د خبرو په دوام تاوتریخوالی جاري وساتي چې پر افغانانو فشار زیات وي چې د طالبانو فرمایشونه د سولې په خبرو کې ومني.
د دې برید ترشا ډيرې پوښتنې شته دی، ځکه پر بهرنیانو د هر برید مسوولیت طالبانو منلی، خو د دې برید مسوولیت یې په داسې حساس وخت کې و نه منه.
له دې ښکاري چې طالباني سیاست د جګړې او سولې په تړاو جلا دی، د سولې په میز باندې جګړې ته هم دوام ورکوي، خو په دومره توپير چې مسوولیت یې نه مني.
که طالبانو د چهارشنبې ورځې برید مسوولیت منلی وی، امکان و چې انس حقاني بیرته زندان ته تللی وی او امریکا یو ځل بیا له دې ډلې مخ اړولی وی.
طالبان لکه قصابان په وینې تویونه باندې ګټه کوي، او هیڅکله نه غواړي چې د جګړې اور مړ شي.

Share this page to Telegram

Comments