ملکرو ملتونوخپل ملاتړ د کمیسیونو نه اعلان کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د ټاکنیز شکایتونو او ټاکنو خپلواک کمیسیون بشپړ ملاتړ کوي او تر څنګ یې ولاړ دي.
یوناما وایي دغه دوه کمیسیونونه د پرېکړو بشپړ صلاحیت لري او ټول اړخونه یې باید پرېکړو ته درناوی ولري.
یوناما دغه راز ویلي د کمیسیون هغه پرېکړه هم پر ځای ده چې وایي یوازې بایومتریک شوې رایې ورته د باور وړ دي.
یوناما ویلي دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د افغانانو په بشپړ مالکیت ترسره کېږي نو ځکه یې ملګري ملتونه کلک ملاتړ کوي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments