ملي دفاع وزارت افغانستان لپاره د قطر او اماراتو د هڅو هرکلې وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: که څه هم د ناټو په چوکات کې د قطر او اماراتو د همکاري نوعیت څرګنده نه ده خو تردې وړاندې د ناټو سر منشي اعلان کړې وو چې قطر او متحده عربي امارات نړیوالو ځواکونو سره همکاري ته چمتو دي.
تیره ورځ په یوه کنفرانس کې دولت وزیري د ملي دفاع وزارت ویاند افغانستان سره د هر هیواد همکارې مهمه وبللې او په داګه یې کړه چې افغانان نړیوال ترهګرو پر وړاندې جنګیږي او ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی چې په دې برخه کې ګډ کار وکړي.
دولت وزیري تیره ورځنۍ ناسته کې د ملي دفاع وزارت د تقاعد نوي طرحې په اړه هم وویل، شاوخوا پنځه زره هغه ځوان افسران چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر یې لوړې زده کړې کړې، د تقاعد کېدونکو افسرانو ځای ډک کړي.
د نوموړي په وینا، په ملي دفاع وزارت کې د ډېر عمر لرونکو افسرانو تقاعد د تشکیلاتي تراکم د مخنیوي په هدف عملي کېږي.
هغه زیاته کړه چې تقاعد درې پړاوونه لري چې لومړې پړاو کې هغه کسان چې احتیاط کې دي، دوهم پړاو، هغه چې عمرونه یې ډېر دي او تقاعد ته برابر دي او په درېیم پړاو کې بیا دغه بهیر په بشپړ ډول عملي کېږي.
د وزیري په خبره، د دغې مرحلې به په مرغومي میاشت کې پیل او د راتلونکي کال د زمري په میاشت کې بشپړ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply