ملي تدارکاتو ۱۱ میلیونه افغانۍ سپما کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د تېر مالي کال د راپور پر بنسټ، ملي تدارکاتو کمېسیون د وزارتونو د امرینو له صلاحیتونو څخه پورته تر ۸۰۰ زیاتې پروژې ارزولي او دې کمېسیون پرې تصمیم نیولی چې د دې ارزونو په پایله کې د ۱۱ میلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی دی.
دا راپور په ارګ کې د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس انجینر الهام عمر هوتکي وړاندې کړ.
خبرپآڼه لیکي چې ملي تدارکاتو کمېسیون ته د وړاندې شویو پروژو د اړوند کارونو، شمېرو او احصائیو او دغه راز د تدارکاتو د ریفورم په ټولو برخو د تدارکاتو د ملي ادارې د اجرااتو او فعالیتونو په اړه جامع معلومات لري.
د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس دغه راز زیاته کړه، په ۱۳۹۶ مالي کال کې زیات تحرک په زیربنایي او ساختماني پروژو کې رامنځته شوی، لکه څنګه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون کې ډېرې پروژې د فوایدعامې، انرژۍ او اوبو، کلیوپراختیا او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند وې، له څېړنو وروسته منظور شوې دي.
هوتکي زیاته کړه، بله ښه پایله، په ۱۳۹۶ مالي کال کې د تېر کال په پرتله په عملیاتي لګښتونو کې د پام وړ کموالی دی.
د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس یادونه وکړه، د ملي تدارکاتو کمېسیون ۵۱ اوونیزې غونډې کړي او د ډېرو پروژو په اړه یې پرېکړه کړې، د عامه منابعو د حیف و میل څخه پام وړ مخنیوی دا ثابتوي هغه پوښتنې او نيوکې به چې کله کله د پروژې د مودې د غځېدو په اړه مطرح کېدې، موجه نه دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *