ملي امنیت یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو خوشې کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: پکتیا کې ملي امنیت د انسان تښتوونکو هغه ډله نیولې چې څو ورځې وړاندې یې یو ماشوم تښتولی و .
د ملي امنیت سرچینې وایي ، د دغه ډلې اووه کسان یې ګردیز ښار کې د بیلابیلو عملیاتو په پایله کې نیولي او تښتول شوی ماشوم یې هم د هغوی له منګولو ژغورلی دی .
د ملي امنیت د چټکې قطعې مرستیال وایي ، انسان تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ څخه ۶۰ زره ډالر غوښتل خو دوی وکړای شول چې ماشوم روغ رمټ د تښتوونکو له منګلو وژغوري او د دغه اووه کسیزې ډلې کسان ونیسي .
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments