ملي امنیت ځواکونو په کندز ولایت کې۴ تنه وسلوال طالبان وژلي دي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت په لومړۍ ناحیه شوره خاک سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۴ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۶ تنه وسلوال طالبان ټپیان شوي او ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په عین حال کې د یاد ولایت ځایی اوسیدونکو د ملی امنیت ځواکونو د عملیاتو هرکلی کړی او د دوی د هڅو او قربانیو څخه یې ستاینه کړې ده.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments