ملي امنیت ځواکونو په پکتیکا کې د حقاني شبکې پنځه غړي نیولي

comments 0

9 Views

هندوکش ـ پکتیکا: د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ځانګړو ځواکونو په پکتیکا کې د حقانې ډلې هغه پنځه جاسوسان نیولي، چې د پاکستان ای اس ای شبکې غړیتوب یې هم درلود.
له دغه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د هدفي وژنو او مقناطیسي ماین چاودونو ترسره کولو لپاره ګومارل شوي وو.
د ملي امینت ریاست زیاتوي، چې نیول شویو کسانو سره د پاکستان د «ISI» هویت کارونه هم موندل شوي او دغه راز یې په خپلو جرمونو او یادې ډلې سره د غړیتوب پر درلودلو اعتراف کړی دی.
د طالبانو د حقاني ډلې غړیو سره د پاکستان د استخباراتو د هویت کارت نیول کومه نوې خبر نده؛ بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ډلې ګڼ شمېر هغه غړي نیول شوي یا هم وژل شوي چې د پاکستان د استخاباراتو د ډلې مهم کسان او یا هم په خپله د پاکستان د پوځ جنرالان وو.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments