ملي امنیت په کونړ ولایت کې ۸ تنه وسلوال ترهګرو نیول شول

comments 0

14 Views

هندوکش ـ کونړ: د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له ترهګرو سره داړیکو، چاودیدونکو توکو او نشه يي توکي په تور ۸ تنه نیولي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې، د ملي امنیت ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۹۲ حلقې مایونونه، ۱۴۷ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د ماینونو د چاودنې دوه دستګاوې، ۱۰۰۰ دانې ټابلیټکا او درې عرادې موټرې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د کونړ والي محمد اقبال سعید د ملي امنیت ځواکونو هڅې او قربانۍ ستایلي او له ولسونو څخه یې غوښتي دي، چې له کشفی او استخباراتي ادارو سره همکاري و کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments