ملي امنیت په کندهار کې د طالبانو د اوه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ

comments 0

1937 Views

هندوکش – کندهار: هندوکش خبري څانګې ته په رالیږل شوي خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالب وسله والو ډلې یوه اوه کسیزه ډله نیول شوې دې.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کسان د تخریبي فعالیتونو له کبله ترتعقیب لاندې وه چې تېره ورځ ونیول شول:
“د کندهار د ملي امنیت ریاست کشفي منسوبینو د طالبانو اړوند هغه اووه تنه چې په بېلابېلو ولسوالیو او سړکونو کې د ماینونو په ایښودلو او نورو تخریبي فعالیتونو مشکوک و، تعقیب او بلاخره نیولي دي.”
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم په ورته ځانګرو عملیاتو کې د ملي امنیت ځانګرو ځواکونو په تخریبي فعالیتونو کې ښکیل زیات شمیر کسان نیولي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments