ملي امنیت په کندهار کې دترهګرو ۱۵ کیسزه ډله نیولي

comments 0

18 Views

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ملي امنیت ریاست کارکوونکو دوسلوالو ترهګرو هغه ۱۵ کیسزه ډله نیولې، چې په کندهار ولایت کې دقومي مشرانو، مدني فعالانو،دیني عالمانو او دنظر خاوندانو په وژنو، او تښتوونو کې لاس درلود.
دکندهار ځايي چارواکي وايي، چې په نیول شوو کسانو په کندهارولایت کې په عامه ځایونو، افغان ځواکونوپرپوستو او نورملکي ځایونو بریدونه ترسره کړي دي.
چارواکي وايي، نیول شوو ترهګرو په خپلو جرمونو اعتراف کړي او وايی، چې څو ځله یې دپاکستان هېواد ته دنظامي اوترهګریزو زده کړو دترلاسه کولو په خاطر سفر کړي دي.
چارواکي زیاتوي، چې له نوموړې ډلې څخه یو میل کلاشینکوف دوه میله توفنګچې او یوموټر سایکل هم ترلاسه شوي دي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments