ملي امنیت په کندهارکې د وسلو او چاودیدونکو موادو یوه ستره ډیپوه کشف کړې

comments 0

3 Views

هندوکش ــ کندهار: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دکندهار ولایت په ۱۲ ناحیه کې یو لړ عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې دچاودیدونکو توکو یوه ډيپوه کشف کړې ده.
د کندهارولایت درسینو له مرکزڅخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یادو چاودیدونکو تو کو په نیولو کې ولسونوپه پراخه کچه همکاري کړې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې له ترلاسه شوې ډیپوه څخه مختلفې او ډول،ډول سپکې او درنې وسلې دملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments