ملي امنیت په کندز ولایت کې ۲ تنه وسلوال ترهګر نیولي دي

comments 0

8 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز ولایت ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، چې د ملي امنیت موظفینو د کندز ولایت په مرکز ۴ ناحیه کې ۲ تنه وسلوال ترهګر حضرت ګل او سید ګل چې د کندز ولایت اصلي اوسیدونکي دي له یو میل تفنګچې او کمپیوټر سره یوځای نيولي دي.
امنیتي چارواکي وايي، چې نیول شوو کسانو ځانونه ځايي خبریالان معرفي کول او له څیړنو وروسته معلومه شوه، چې نوموړي خبریالان نه و.
دوي غوښتل چې د کندز ولایت په مرکزي سیمو کې د دولتي چارواکو کورونه په نښته او کسان یې ووژني.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړي او د نورو څېړنو لاندې دی.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments