ملي امنیت په پکتیا ولایت کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه نېولې

comments 0

3 Views

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي،چې تیره ورځ د پکتیا ولایت د ملي امنیت ریاست موظفینو د یو لړ کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار په یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې د وسلو او مهماتو یوه ډيپوه،چې په یاد ولایت کې د ترهګریزو موخو لپاره وسلې ځای يرځای کړې وې د ملي امنیت موظفینو له خوا ونیول شوې.
چارواکي زیاتوي،چې د نوموړې ډیپوه په نیول کیدو سره له یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکو د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې د ملي امنیت موظفینو پر وخت اقدام ستایلی او مننه ترې کوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments