ملي امنیت په هلمند ولایت کې ۲۶تنه وسلوال طالبان نیولي دي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ هلمند: د ملي امنیت ځواکونو له دوه اونیو راهیسې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه له شاه وخوا سیمو کې عملیات پیل کړي وو، چې د عملیاتو په پایله کې ۲۶تنه وسلوال ترهګر نیولي دي.
د هلمند ولایت ځایي چارواکي وايي، چې له نیول شوو وسلوالو طالبانو څخه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
چارواکي زیاتوي، چې د وسلوالو طالبانو په ډله کې ۳تنه پاکستانیان هم شامل دي، چې په یاد ولایت کې د جهاد او په نورو نومونو ترهګریز بریدونه ترسره کول.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments