ملي امنیت په ننګرهار کې دوه تنه پاکستاني اتباع نیولي دي

comments 0

5 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دملي امنیت موظفینو د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې دوه تنه پاکساني اتباع چې په پاکسان کې یې افغاني جعلي تذکرې جوړې کړې وي نیولې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوو کسانو غوښتل په جعلي تذکرو ننګرهار ته داخل شي، یادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړي او دلا زیاتو څیړنو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments