ملي امنیت په ننګرهار ولایت کې دترهګریزو بریدونو پلانوونکي نیولی دي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې دملي امنیت ځانګړوځواکونو عملیات ترسره کړيدي، چې په ترڅ کې یې دترهګریزو بریدو طراح او دنشه یی توکو قاچاق وړونکي عبدالرشید نیولی دی.
ځايی چارواکي وايي، چې له نیول شوي شخص څخه یو شمیر وسلې،مهمات اوچاودیدونکي توکي دملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلې دي.
چاروکي زیاتوي،چې نیول شوي شخص په ننګرهارولایت کې په مختلفو ترهګریزوبریدونو کې لاس درلود.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments