ملي امنیت په مزارشریف کې ۴ وسلوال ترهګر نیولي دي

comments 0

156 Views

هندوکش ــ مراز شریف: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دبلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دوسلوالو ترهګرو یوه څلور کسیزه ډله نیولي ده.
دبلخ ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، یاده تروریستي شبکه په طالبانو پورې تړلې ده او غوښتل یې چې په مزارشریف ښار کې په دولتي ادارو او ملکي کسانو باندې بریدنه وکړي.
بل لوري دمزارشریف اوسیدونکي دملي امنیت له ځواکونو مننه او قدر داني کوي، چې پروخت دترهګرو شوم پلانونه شنډوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments