ملي امنیت په لغمان کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۵ تنه طالبان نیولي دي

comments 0

91 Views

هندوکش ـ لغمان: د لغمان ولایت والي ویاند اسد الله دولتزی وایي،چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۵ تنه وسلوال طالبان نیولي دي.
نوموړی زیاتوي،چې یادې نیول شوې ډلې په لغمان ولایت کې په وژنو،چاودنو او نورو ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
ښاغلی دولتزی زیاتوي،چې نیول شوې ډلې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments