ملي امنیت په سمنګانو کې ۴تنه طالبان نیولي دي

comments 0

8527 Views

هندوکش ــ سمنګان: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د سمنګانو ولایت په حضرت سلیمان ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۴تنه وسلوال طالبان نیولي دي.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په یادو عملیاتو کې نیول شويو طالبانو په وژنو، چاودنو او ګن شمیر ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
چارواکي زیاتوی، وسلوالو طالبانو په خپلو جرمونو اعتراف کړي اوترپوښتنو او ګرویږونو لاندې دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments