ملي امنیت: هلمند کې د طالبانو مهم قوماندان قاري ظاهر وژل شوی دی

comments 0

13 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت لخوا په خپره شوې اعلامیې کې راغلي چې د یادې ادارې په ځانګړو عملیاتو کې په هلمند کې د دښمن د وسلو او مهماتو  زېرمه کشف او قاري ظاهر په ګدون درې کسانه له منځه وړل شوي دي.

د اعلامیې پربنسټ، عملیات د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ که په لاره اچول شوي وو چې په پایله کې د طالبانو د يو مهم قومندان قاري ظاهر په ګدون دوه وسله وال وژل شوي  او په زياته کچه چاودېدونکي او مخدره توکي کشف او ترلاسه کړل.

اعلامیې کې راغلي چې یادو عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې یو اندازې سپکې وسله او مهمات هم لاسته راغلي چې په لاندې ډول دي.

يو فير راکت انداز سره له مرميو

۱۰۰۰ فيره د ام ۱۶ مرمۍ

۲ ميله کلاشينکوف سره له ۹ شارجورونو

۴ پرتلې

۲۰ متره پريم کات سيم

۴۵۰۰ کيلوگرامه چاوديدونکي توکي

۴۰۰۰ کيلو ګرامه ترياک

۱ عراده لندکروزر موټر

۱ عراده لاکسس موټر

۱ عراده موټر سايکل

۳ پايې د ثريا ټليفونونه

۱ پايه لپ ټاپ کمپيوټر

په دې اړه تردې دمه طالبانو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د افغان ځانګړو ځواکونو په چانیزو عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې مهم قوماندان چې د نشه یې توګو پر کار او بار بوخت په نښه شوي چې دیرې یې له منځه تللي دي.

فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments